پېښور د خېبر پښتونخوا صوبې سر ښار دی چې د پاکستان په شمالي سيمه کې پروت دی، څه دوه ملیونه ابادي لري او د هېواد شپږم لوې ښار دی. د پېښور په خوا او شا کې خېبر ته تلونکی لوې سړک پروت دی چې افغانستان سره ،کوم چې څه ۵۰ کلوميټره لرې دی، د رابطې لويه او مهمه لاره ده. د لرغونی زوړ ښار ګېر چاپېره يو دېوال هم و چې پکې ګڼ شمېر دروازې وې کوم چې په جزوي توګه نن سبا خوندي دي.
د نور خرابېدو نه بچ ساتلو او ښار د سېلانيانو زړه راښکلو لپاره د لرغوني اثارو او عجائب ګرو ډاېرېکټورېټ (ډاېرېکټورېټ اف ارکائېوز اېنډ ميوزيمز) د ښار ساتلو د پاره يو بشپړه پروژه مخ ته راوړې او د انفرادي ودانيو ژغورلو لپاره يې ګامونه پېل کړي. د کال ۲۰۱۸ نه د دوه ودانيو ګور کټړې د مغربي دروازې او سېټي هاوس د خوندي کولو پروژه د ګرېډه هېنکل فاونډېشن مالي مرستې سره شوې دي. مونږ د دې پروژې د مشر ډاکټر صمد نه مو د هغه د اهدافو، د منصوبې د کار او د پېښور ښار د راتلونکي په اړه پښتنې کړې دي.